•  تاسو حق لرئ چئ غونډې ته له ځان سره وکیل یا د وکیل مرستیال بوځئ
    که چیرې تاسو وکیل نه لرئ، کولای شئ له یو سازمان سره اړیکه ونیسئ او د مرستې غوښتنه ترې وکړئ. د دې ډول سازمانونو بېلګې په لاندې ډول دي:
    د کډوالو لپاره ناروېژي سازمان (NOAS)
    یوس بوس (JussBuss)
    کډوالو او مهاجرینو سره د مرستې سازمان (SEIF)
    مېرمنو لپاره د حقوقي مرستو سازمان (JURK)
  • د غونډې د بحث د موضوع لپاره باید چمتووالی ولرئ
    د غوڼدې د بحث موضوغ کیدای شي ټوله قضیه یا یوازې د قضیې یوه برخه وي، مونږ تاسو ته په دې هکله مخکې له مخکې معلومات درکوو. د خپلې قضیې په هکله وروستۍ پرېکړه ولولئ او له خپل وکیل سره مو خبرې اترې وکړئ.
  • آیا په قضیه کې مو کومې غلطۍ یا تېروتنې شتون لري؟
    که چیرې تاسو په دې آند یاست چې ستاسو په قضیه کې غلطۍ یا تېروتنې شتون لري، نو باید مونږ ته یې ووایاست. دا غلطۍ یا تېروتنې کیدای شي د پناه غوښتنې په مرکه (انتروي) یا د کډوالو د چارو د ادارې (UDI) په پرېکړه کې وي. د دې اړتیا نشته چې تاسو مونږ ته هغه څه ووایاست چې په شکایت کې لیکل شوي دي، ځکه چې هغه مونږ مخکې له مخکې لولو.
  • په یاد ولرئ چې د غونډې ټول ګډون کوونکي د راز ساتلو دنده (مکلفیت) لري
    د غونډې ټول ګډونوال د راز ساتلو دنده لري. د دې معنی دا ده چې دوی ستاسو د قضیې په هکله په نورو ځایونو کې خبرې نشي کولای. تاسو له همدې کبله په آزاده توګه خبرې کولای شئ. غونډه د بندو دروازو تر شا تر سره کېږي، تر څو بل څوک د غونډې له بهیر څخه خبر نشي.
  • که د قضیې په اړه مو نوي معلومات ولرئ، نو باید په غونډه کې یې وړاندې کړئ
    که چیرې تاسو نوي معلومات لرئ او یا غواړئ چې اسناد وړاندې کړئ، تاسو پخپله یا ستاسو وکیل یې باید مونږ ته له غونډې مخکې راواستوي. دا د دې لپاره اړینه ده چې د غوڼدې ګډونوال ښه چمتووالی ونیولای شي.
  • مونږ ته باید د پېژندګلوۍ (هویت) اسناد وړاندې شي
    ډیرې وخت هویت د غونډې یوه مهمه موضوع وي. که چیرې تاسو پاسپورت یا د هویت نور اسناد لرئ او یا یې له خپل هېواد څخه ترلاسه کولای شئ، مونږ ته یې باید له غونډې مخکې راواستوئ. اسناد باید اصلي وي. هویت ستاسو په هکله د ګڼ شمېر معلوماتو ټولګه (مجموعه) ده. د یادو معلومانو بېلګې ستاسو نوم، د زېږېدنې نېټه، ستاسو د مور او پلار او ستاسو د زېږېدنې د ځای په هکله معلومات دي. که چیرې تاسو دا ډول اسناد نه لرئ، چې پورتني ټول معلومات په کې شتون ولري، بیا هم اړینه ده چې د امکان تر حده زیات اسناد راواستوئ.
  • که کومې ځانکړې اړتیاوې لرئ،  مونږ ته یې په اړه خبر راکړئ
    که چیرې تاسو د معیوبیت، روغتیايي ستونزو او یا نورو لاملونو له کبله  کومې ځانګړې اړتیاوې ولرئ او ځانګړو اسانتیاو ته اړتیا لرئ، نو ژر تر ژره مونږ ته خبر راکړئ.

 

د ساری ناروغيو د مخنيوی تدابير

 UNE فلعال کوم خاص تدابير نلري دبورد غونډی پر مهال. 

موږ ځینې اقداماتو ته دوام ورکړی دی لکه عادي معمولونه، لکه د الکول توزیع کونکي ځای پرځای کول او پلیکسیګلاس چې د بورډ غړو او شکایت کونکو / وکیلانو د بورډ غونډو په جریان کې فزیکي ډول جلا کوي.     

• که تاسو د کوویډ - ۱۹ لپاره مثبته ازموینه کړې وي، تاسو باید د بورډ په غونډه کې ګډون ونه کړئ تر څو چې ستاسو عمومي حالت ښه نه وي. دا د ملي روغتیا چارواکو سپارښتنې سره سم دی. تاسو کولی شئ د اوسني قواعدو او سپارښتنو په اړه نور معلومات په حېلسېنورګې.نو )بهرني لینک(کې ومومئ