مونږ غواړو چې په ځینو قضیو کې له تاسو سره خبرې وکړو. هغه مهال کیدای شي چې مونږ بیا تاسو ته د قضیې د چمتو کولو په تړاو خبرو اترو ته بلنه درکړو.

د قضیې د چمتو کولو په تړاو د دخبرو اترو هدف دا دی چې، مخکې له دې چې ستاسو قضیه وڅېړو، باید ډاډ ترلاسه شي چې قضیه مو د امکان تر حده روښانه ده. د بېلګې په توګه، مخکې له دې چې ستاسو د قضیې په هکله پرېکړه وکړو، کیدای شي د هغو اسنادو یا نویو معلوماتو په اړه پوښتنې ولرو چې تاسو وړاندې کړي دي.

تاسو هم کولای شئ د قضیې د چمتو کولو په تړاو د خبرو اترو یا مرکې غوښتنه وکړئ، خو په دې اړه پرېکړه زمونږ له خوا کېږي چې له تاسو سره به خبرې اترې ترسره کېږي او که نه. د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې قضیې اساساً په لیکلې توګه څېړل کېږي.

مونږ له تاسو سره اړیکه نیسو

که چیرې مونږ په دې باور شوو چې له تاسو سره باید د قضیې د چمتو کولو په تړاو خبرې اترې ترسره شي، مونږ به له تاسو، ستاسو له وکیل او یا له کوم بل چا سره، چې تاسو ورته قانوني واک ورکړی دی، اړیکه ونیسو او د خبرو اترو د وخت او څرنګوالي په اړه بیا هغه مهال موافقه کوو. په ورته وخت کې به ستاسو د هغو لګښتونو په هکله، چې زمونږ له خوا ورکول کېږي، معلومات درکړو.

وروسته له دې چې د خبرو اترو د تر سره کولو په اړه موافقه وشي، د لیک له لارې به لا زیات معلومات درواستوو. که چیرې دیجیتل پوستي صندوق (digital postkasse) ولرئ، لیک به هلته ترلاسه کړئ. که دیجیتل پوستي صندوق ونلرئ، لیک به د عادي پوستې له لارې درواستول شي.

که مونږ تاسو خبرو اترو ته راوغواړو، تاسو اړتیا نلرئ چې حتماً په دې خبرو اترو کې ګډون وکړئ. که نه غواړئ چې له مونږ سره خبرې وکړئ، مهمه ده چې مونږ ته خبر راکړئ.

ډیرې خبرې اترې په دیجیتل توګه تر سره کېږي

خبرې اترې معمولاً د مایکروسافت تیمس له لارې په دیجیتل توګه ترسره کېږي. زمونږ تجربه دا ده چې په دیجیتل توګه خبرې اترې د فزیکي خبرو اترو په څیر په ښه توګه تر سره کېږي. د دې لپاره چې په دیجیتل توګه خبرې اترې ترسره کړو، اړینه ده چې تاسو په داسې خونه یا کوټه کې ناست اوسئ چې بل څوک پکې نه وي او تاسو ته مزاحمت نه کېږي. په ځیني حالتونو کې، کیدای شي دا کار د وکیل له دفتر او یا له کوم بل ځای څخه تر سره شي. په ځینو حالتونو کې خبرې اترې د تلیفون له لارې هم تر سره کیدای شي.

د مختلفو لاملونو له کبله، کیدای شي چې باید خبرې اترې په فزیکي ناسته کې تر سره شي. په دې صورت کې بیا خبرې اترې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) په دفترونو کې تر سره کېږي. همداشان تاسو هم کولای شئ غوښتنه وکړئ چې خبرې اترې زمونږ په دفترونو کې ترسره شي. مونږ به کوښښ وکړو چې دا کار تر سره کړو، خو تضمینولای یې نشو چې همداسې به کېږي.

دا خبرې اترې د شکایتوتو د څېړلو له پلاوي سره د مخامخ غونډې ځای نه نیسی

د یوې قضیې د چمتو کولو په تړاو خبرې اترې د شکایتونو د څېړلو له پلاوي/هیئت سره له جلسې سره توپیر لري. که مونږ په دې مطمئین نه یوو چې ستاسو په قضیه کې سمه پرېکړه شوې ده او که نه، نو د شکایتو د څېړلو له هیئت سره به غونډه ونیول شي، پرته له دې چې دا په پام کې ونیول شي چې تاسو له مونږ سره خبرې اترې کړې دي او که نه. د شکایتونو د څېړلو له پلاوي سره د غونډې په هکله نور معلومات دلته لوستلای شئ. (English only)

په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره

ماشومان حق لري چې په هغو قضیو کې یې خبرې واورېدل شي چې په دوی پورې تړاو لري. د ماشومانو لپاره د لیکلو په پرتله په شفاهي توګه د نظر څرګندول آسانه وي او له ماشومانو سره خبرې اترې کول د هغوی د غږ اورېدلو لپاره یوه ښه لاره ده. له همدې امله، کیدای شي ځیني وختونه ماشومانو ته د کډوالو د شکایتونو د څېړلو له ادارې (UNE) سره د خبرو اترو وړاندیز وشي تر څو د خپل ځان، کورنۍ او یا نورو نږدې کسانو د قضیو په تړاو نظر څرګند کړي.

هره قضیه جلا اروزل کېږي او بیا پرېکړه کېږي چې په کومه قضیه کې خلک خبرو اترو ته راوبلل شي. یو ماشوم هم کولای شي له مونږ سره د خبرو اترو غوښتنه وکړي، خو دا پرېکړه به د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) کوي چې له ماشوم سره دې خبرې اترې تر سره شي او که نه. ماشومان په هیڅ حالت کې مکلف نه دي چې خپل نظر څرګند کړي او یا له مونږ سره خبرې وکړي.

له ماشوم سره به په خبرو اترو کې سرپرست، ټاکل شوی استازی او یا یو بل کس، چې ماشوم په خپله غوره کړی وي، شتون ولري. لومړی باید مور، پلار یا سرپرست ماشوم ته د قضیې په هکله معلومات ورکړي. مونږ د راز ساتلو مکلفیت لرو او نشو کولای چې د ماشوم د مور او پلار او یا نورو کسانو د قضیو په هکله ماشوم ته معلومات ورکړو. د ماشوم د خبرو اورېدلو د حق په هکله دلته فلم کتلای شئ.

 

اړین معلومات

له خبرو اترو مخکې به د اخبرو اترو د موضوع او په خبرو اترو کې د پوښتنو د څرنګوالي په هکله زمونږ له خوا لیک تر لاسه کړئ تر څو وکولای شئ د خبرو اترو لپاره چمتووالی ونیسئ. دا مهمه ده چې لیک په غور سره ولولئ او ځان خبرو اترو ته چمتو کړئ. همدارنګه د هغو اسنادو راوړل مه هیروئ چې مونږ یې غوښتنه کړې ده.

که ماشومان خبرو اترو ته رابلل شوي نه وي، هغوی نشي کولای چې په خبرو اترو کې ګډون وکړي. د اړتیا په وخت کې باید د ماشومانو د ساتنې لپاره پخپله څوک پیدا کړئ.

·   مونږ تاسو ته د خبرو اترو بلنه په دیجیتل توګه د برېښنالیک له لارې دراستوو.

·   د بلنې دراستولو لپاره باید ستاسو برېښنالیک راجستر کړو.

·   د غونډې وخت په بلنه کې شتون لري او د مایکروسافت تیمس لینک هم وسره مل دی.

·   د غونډې له پېلېدو مخکې لینک ته فشار ورکړئ.

·   تاسو باید په داسې ځای کې کښينئ چې څوک درته مزاحمت ونکړي او نور خلک مو خبرې وا نه وري.

په خبرو اترو کې ټول ګډونوال د راز ساتلو مکلفیت لري. دا په دې معنی ده چې دوی اجازه نلري چې ستاسو د قضیې په اړه په نورو ځایونو کې خبرې وکړي.

معمولاً د شکایتونو د څېړلو د پلاوي مشر د خبرو اترو مشري کوي. سربیره پر دې، کیدای شي لاندې کسان هم په خبرو اترو کې ګدون وکړي:

·   د دوسیې مسؤل

·   وکیل یا بل قانوني واک لرونکی کس

·   ژباړونکی (ترجمان)

·   د ماشومانو لپاره: سرپرست، ټاکل شوی استازی یا بل ملاتړی

·   لومړی به ټول خپل ځانونه معرفي کوي. که خبرې اترې د تیمس له لارې ترسره کېږي، مونږ به وګورو چې ټول د یو بل خبرې اوریدلای شي او که نه، چې ټول په جلا ځای کې ناست وي او په تخنیکي شیانو کې کومه ستونزه نه وي.

·   مونږ معمولاً له تاسو څخه غوښتنه کوو چې د موضوع په اړه په آزاده توګه خبرې وکړئ. ځيني وخت کیدای شي خبرې اترې د مرکې (انتروي) په څیر وي، یعنې مونږ به پوښتنې کوو او تاسو به ځوابونه راکوئ.

·   که له تاسو سره وکیل، سرپرست یا بل څوک وي، هغوی هم پوښتنې کولای شي.

·   مونږ د خبرو اترو راپور لیکو او د غونډې په پای کې د خبرو اترو اصلي ټکو ته کتنه کوو.

·   د غونډې راپور له غونډې وروسته تاسو ته دراستول کېږي. که تاسو وکیل، سرپرست یا بل استازی ولرئ، هغوی به هم راپور ترلاسه کړي.

که چیرې مونږ تاسو خبرو اترو ته رابللي یاست، د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) به ستاسو لګښتونه ورکړي. د بېلګې په توګه، د وکیل او یا په بهر کې د بهرنیو چارو دفتر ته تګ را تګ.

همداشان مونږ د تلیفوني او په دیجیتل توګه د خبرو اترو لګښت هم ورکوو، د بېلګې په توګه، که اړینه وي چې تاسو د وکیل او یا په بهر کې د بهرنیو چارو دفتر ته باید ولاړ شئ.

که چیرې د خبرو اترو غوښتنه تاسو کړي وي، لګښتونه مو مونږ نه ورکوو. همدارنګه مونږ د هغو کسانو لګښتونه هم نه ورکوو چې زمونږ له خوا نه وي رابلل شوي. د داسې لګښتونو د تر لاسه کولو لپاره باید مخکې له مخکې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو له ادارې سره اړیکه ونیسئ او اړتیا یې په ښه توګه بیان کړئ.

مونږ د خبرو اترو په تړاو د وکیل لګښت نه ورکوو. که چیرې تاسو وکیل ولرئ، مونږ کولای شو د وکیل د سفر او شپې تیرولو د ځای لګښت ورکړو.

که تاسو د سفر د لګښتونو د تر لاسه کولو حق ولرئ، باید یوه فورمه ډکه او له رسیدونو (English only) سره یو ځای یې لاندې برېښنالیک ته راواستوئ: supportoko@une.no. تاسو کولای شئ یاد شیان مونږ ته د پوستې له لارې (English only).هم راواستوئ. مونږ د بس، اورګاډي او میترو لګښت ورکوو، خو د ټکسي لګښت معمولاً نه ورکول کېږي. که ستاسو لپاره د ټکسي کارول اړین وي، په دې اړه باید مخکې له مخکې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو له ادارې څخه اجازه ترلاسه شي.

که تاسو د الوتکې یا سیمه ییز اورګاډې له لارې سفر کوئ، ټکټونه باید د تلیفون له لارې د Egencia ټکټ پلورولو شرکت څخه راوغواړئ. د تلیفون شمېره: ۲۳۱۵۰۴۳۰ د اړیکې په وخت کې یاد شرکت ته کوډ او د مراجعې شخصي شمېره (referansenummere) ورکړئ. یاد کوډ او شمېره زمونږ په لیک کې شتون لري.

که چیرې خبرې اترې باید د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په دفتر کې تر سره شي او تاسو د شپې تیرولو ځای ته اړتیا ولرئ، کولای شئ د کډوالو د شکایتونو د څېړلو له ادارې سره د لاندې برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: mail_inka@une.no

مونږ په فروګنر کې له Clarion Collection Hotel Gabelshus هوټل سره قرارداد لرو. پته: Gabels gate 16 په هوټل کې سهارنۍ، د غرمې د ډوډۍ بستې او ماښام ډوډۍ ورکول کېږي او د کډوالو د شکایتونو د څېړلو له ادارې څخه ورته په پښو شاوخوا ۳۵ دقیقې لاره ده. تاسو کولای شئ له Skillebekk څخه ۱۳ شمېره برقي بس (تریک) ونیسئ او په Dronningens gate ترې کوز شئ.

هغه وکیلان چې باید د الوتکې یا سیمه ییز اورګاډي له لارې سفر وکړي، کولای شي د اړتیا په صورت کې د سفر او په هوټل کې د شپې تیرولو د ځای لګښت ترلاسه کړي. وکیل باید له Egencia ټکت پلورلو شرکت څخه ټکټ راوغواړي. سفر او هوټل باید خبرو اترو ته له بلنې وروسته ژر تر ژره په یو وخت ریزرف شي. ریزرفونکی باید کوډ او د مراجعې شمېره د ټکټ پلورلو شرکت ته ورکړي. کوډ او یاده شمېره د UNE په لیک کې موندلای شئ.

د ټکټ پلورلو شرکت هغه هوټلونه کاروي چې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) ورسره قرارداد لري. مونږ اوسمهال له Comfort Hotell Børs او Comfort Hotell Karl Johan هوټلونو سره قراردادونه لرو.تاسو یوازې هغه وخت له نورو هوټلونو څخه ګټه پورته کولای شئ چې په یادو هوټلونو کې ځای نه وي. وکیلان باید د دولت د سفر له مقرراتو سره سم په ارزانه، ګړندۍ او چاپېریال ته د ګټورې لارې سفر وکړي.

د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) له Egencia reisebyråe سره موافقه لري. تاسو باید د الوتکې/اورګاډي ټکټونه او هوټل د همدې شرکت له لارې ریزف کړئ. تاسو دا کار د تلیفون یا برېښنالیک له لارې ترسره کولای شئ:

د تلیفون شمېره: ۲۳۱۵۰۴۳۰ (۲۴ ساعته)

برېښنالیک: customer_service@egencia.no

د ټکټونو او هوټل ریزرف باید د امکان تر حده په رسمي وخت کې تر سره شي.