د شکایتونو د څېړلو د ادارې د هېئت غونډه د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې د قضیو د څېړلو یوه طریقه ده.

  په یاده غونډه کې قضیه تر بحث لاندې نیول کېږي او معمولاً د دریو کسانو له خوا  پرېکړه کېږي، چې دې ته د شکایتونو د څېړلو هېئت ویل کېږي.

  د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) د شکایتونو د څېړلو لپاره له ۲۰۰ څخه زیات غړي لري.

  د شکایتونو د څېړلو د هېئت غړي د ولایتونو د مقامونو او  یو شمېر سازمانو د وړاندیزونو له مخې د عدلیې او  عامه امنیت د وزات له لوري ټاکل کېږي.

  د شکایتونو د څېړلو د هېئت دوه غړي په تصادفي ډول د دوو بېلابېلو ګروپونو څخه غوره کېږي. یو غړی د ولایتي چارواکو، د ناروې د حقوقپوهانو د ټولنې یا د ټولنپوهنې د متخصصینو له لوري وړاندیز کېږي. د هېئت بل غړی د هغو خیریه سازمانونو له لوري وړاندیز کېږي چې د کډوالو یا د پناه غوښتنې په چارو کې کار کوي. یاد سازمانونه کېدای شي د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره ناروېژي سازمان (NOAS)، د سره صلیب سازمان او نور وي.

  تاسو کولای شئ د شکایتونو د څېړلو د هېئت د غړیتوب د شرایطو او د یاد هېئت د زده کړو او روزنې په اړه لا ډیر معلومات دلته ولولئ.

  د شکایتونو د څېړلو د هېئت دندې

  د شکایتونو د څېړلو د هېئت غړي ګډ مسؤلیت لري چې قضیې په کافي اندازه روښانه، او پرېکړې له مقرراتو سره سمې وي.

  د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د هېئت غړي د قضیې له تولو اړخونو ځان خبروي او د قضیې په اړه پرېکړه کوي، پرته له دې چې د کار ورکوونکي یا د هغو کسانو تر اغیز لاندې راشي چې د هېئت د غړو وړاندیز یې کړی وي. دا په دې مانا چې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د هېئت غړي په خپلو پرېکړو کې په بشپړه توګه خپلواک دي او هیڅوک نشې کولای د یوې قضیې د پرېکړې په اړه ورته لارښوونه (هدایت) وکړي. د شکایتونو د څېړلو د هېئت ټول غړي د راز ساتلو مکلفیت لري.

  په دې اړه چې د شکایتونو د څېړلو د هېئت په غونډو کې د کومو قضیو په اړه پرېکړې کېږي، معلومات په دې پاڼه کې لوستلای شئ.

  د شکایتونو د څېړلو د هېئت غونډه د عارض په شتون او نشتون کې ترسره کیدای شي.

  د شکایتونو د څېړلو د هېئت غونډه په بېلابېلو ډولونو ترسره کېږي:

  •   د تړلو دروازو تر شا هغه غونډه چې په کې د یوې قضیې مسؤل کارکوونکی د شکایتونو د څېړلو هېئت ته قضیه وړاندې کوي، چې ډېری وخت ورته «له شخصي حضور پرته» د شکایتونو د څېړلو غونډه ویل کېږي.
  •   غه غونډه چې پناه غوښتونکی پکې کولای شي له خپل وکیل یا بل قانوني استازي سره ګډون وکړي او ژباړونکی هم پکې شتون لري (دې ته د شخصي حضور غونډه ویل کېږي). په دې غونډه کې هم د دوسیې مسؤل د شکایتونو د څېړلو له هېئت سره مرسته کوي، او نور کسان هم پکې ونډه اخلي، د بېلګې په توګه د هېوادونو د معلوماتو مسلکي واحد (Landinfo) کارکوونکي.
  •   په ځینو ځانګړو حالتونو کې د یوې قضیې په اړه د شکایتونو د څېړلو لوی هېئت پرېکړه کولای شي. په لوی هېئت کې د شکایتونو د څېړلو د ادارې درې هېئتان او څلور نور کسان شامل وي، او معمولاً پناه غوښتونکی هم پکې ګډون کوي.

  د شکایتونو د څېړلو د هېئت د غونډې په اړه فلم وګورئ.

  دلته تاسو کولای شئ یو فلم ووینئ چې پکې ښودل شوي چې په یوه حضوري غونډه کې څه پېښېږي.

  د شکایتونو د څېړلو د د هېئت د غونډو په اړه معلومات د کډوالو د چارو د قانون په ۷۸ مه ماده (lovdata.no) او همدارنګه کډوالو د چارو په ۱۶-۳ شمېره (lovdata.no) مقرره کې موندلای شئ.