BF02

ځېنې وخت موږ پوښتنه کوو چې آیا یو ماشوم غواړي راشي او له موږ سره خبرې وګړي ، تر څو موږ وکولای شو چې ستاسې او ستاسې د کورنۍ په هکله نور معلومات تر لاسه کړو. دا ډول خبرې په بشپړه توګه په خپله خوښه دي.

BF01

د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ارګان یا (UNE) ته ښه راغللاست.

BF04

د کډوالو د شکایاتو د څېړلو په ارګان کې به تاسې د غونډې له مشر سره خبرې وکړئ. د غونډې مشر( ریس) د یو قاضي په شان دی او ستاسو او ستاسو د کورنۍ د قضیې مسؤلیت لري.

BF03

تاسې کولای شئ یو بالغ کس چې تاسې پرې باور لرئ ، له ځانه سره راولئ – د مثال په توګه یو وکیل یا یو سرپرست. ماشوم او دغه بالغ کس غونډې ته رهنمایي کېږي. دوي له هغو کسانو سره چې حاضر وي ستړي مشي کوي.

BF06

هغه څوک چې په نارویژي ژبه خبرې نشي کولای د ژباړونکي له خوا ورسره مرسته کېږي.

BF05

موږ د کوچنیو ماشومانو لپاره چې له موږ سره خبرې کوي د ماشومانو بیله خونه لرو.

BF08

د غونډې مشر به له تاسو څخه وړې او غټې پوښتنې ستاسو او ستاسو د راغټېدو( کوچنیوالي ) په هکله وکړي. هغه(ښځه/سړی) د ماشومانو سره په خبرو کولو بلد دی، حتا که ځېنې وخت موضوعګانې ستونزمنې هم وي.

BF07

څلور لویان به په بله خونه کې د تلویزیون په پرده ( مانیتور ) باندې دا خبرې اترې تعقیبوي. د شکایاتو د څېړلو د ارګان درې تنه کارکوونکي به د سرپرست یا وکیل سره په ګډه د هغه څه په هکله چې تاسې او د غونډې مشر پرې خبرې کوئ، تعقیبوي.

BF10

د کډوالو د شکایاتو د څېړلو د ارګان ټول کارکوونکي د راز ساتلو دنده لري. دا په دې معنا ده چې موږ اجازه نلرو چې هغه څه چې تاسو وایئ کوم بل چاته ووایو.

BF9

که چېرې تاسې نشئ کولای یا نه غواړئ چې یوې پوښتنې ته ځواب ورکړئ نو کومه خبره نده. خو په یاد وساتئ چې هر څه وایئ باید رښتیا وي.

BF11

تاسې په هغو قضیو کې د نظر څرګندولو حق لرئ، چې ستاسو په هکله وي. هغه ټولې خبرې چې ته کوی، د شکایاتو د څېړلو له ارګان سره د هغو فیصلو په ترڅ کې، چې څوک دلته په ناروې کې د پاتې کېدو حق لري ښه مرسته کوي.

BF12
  • ټول ماشومان دا حق لري چې د هغو قضیو په هکله چې ددوی په هکله دي خبرې یې واوریدل شي.
  • ځينې وخت موږ پوښتنه کوو چې که چېرې غواړئ راشئ او له موږ سره خبرې وکړئ. دا کار په بشپړه توګه په خپله خوښه (داوطلبانه) دی.
  • که داسې کوم څه وي چې نه غواړئ په هکله یې وغږېږئ هېڅ کومه خبره نده.
  • هر څه چې تاسې موږ ته وایی باید رښتیا وي.
  • هغه څه چې تاسې موږ ته وایی موږ اجازه نلرو چې بل چاته یې ووایو.
BF13

د ماشومانو د استماع (اوریدنې) او د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ارګان د غونډو په هکله لا زیات معلومات په une.no ویبپاڼه کې ولولئ.