VF2

په ځینو حالتونو کې موږ ستاسې په هکله لا زیاتو معلوماتو ته اړرتیا لرو. نو ځکه مونږ تاسې د کډوالو د شکایاتو د ارګان د مسولینو یوې غوندې ته رابلو. دا ستاسو لپاره یو فرصت دی چې د خپلې قضیې په هکله مونږ ته وضاحت راکړئ.

VF1

د کډوالو د شکایاتو د څېړلو ارګان ته ښه راغلاست. کله چې تاسې د کډوالو د ریاست (UDI ) په پرېکړه شکایت وکړئ نو بیا د کډوالو ریاست (UDI) ستاسې قضیه د بیا ارزونې لپاره موږ ته راستوي.

Grafisk illustrasjon av mennesker rundt et bord i et nemndmøterom

د شکایاتو د څېړلو د ارګان د مسولینو په غونډه کې به نور کسان هم حاضر وي.

VF3

په عمومي ډول د کډوالو د شکایاتو د څېړلو ارګان د پناه غوښتنې اړوند مسایل څېړي. خو بیا هم د مسولینو سره دغه غونډه د پناه غوښتنې نوې مرکه (انټرویو) نه بلل کېږي. دلته هدف دادی چې ناځواب شوې پوښتنې روښانه شي. له همدي کبله مهمه ده چې تاسې له دې فرصت نه کار واخلئ حقیقت ووایئ او خپله قضیه د امکان تر حده ښه روښانه کړئ.

VF6

د مېز بلې خوا ته به د غوڼدې ریس (مشر) ناست وي. د غونډې ریس یو حقوق پوه وي او د یو قاضي په څېر سابقه لري.

VF5

که تاسې وکیل ولرئ ، هغه به مو هم په څنګ کې ناست وي. وکیل به ستاسو د حقوقو خونديتوب تضمینوي.

VF8

د قضیې مسول هغه کس دی چې ستاسې قضیه یي د شکایاتو د څېړلو د ارګان د مسولینو غونډې ته چمتو کړې ده خو د قضیې په فیصله کې هېڅ رول نلري.خو سره له دې هم کیدای شي چې د غونډې په اوږدو کې د قضیې د مسول له تاسو څخه پوښتنې وکړي.

VF7

د غوندې مشرې به د غونډې د ریس په غاړه وي، سره له دوو نورو غړو. دا درې کسان کمېټه (هیئت یا کاري ډله) تشکیلوي او دا هغه کسان دې چې ستاسو د قضیې په هکله فیصله کوي. کومې فیصلې ته چې دوی رسېږي په لومړي قدم کې د هغو خبرو پر بنسټ وي چې تاسې د مخه بیان کړي دي ، سربېره پر دې هغه خبرې چې د مسولینو په غونډه کې بیانېږي هم په نظر کې نیول کېږي.

VF10

په غونډه کې به یو ژباړونکی هم حاضر وي. هر څه چې ویل کېږي ژباړونکی يې ژباړي او نوموړی ژباړونکی د کډوالو د چارو د ریاست ( UDI ) لخوا منظور شوی او د کیفیت له پلوه منل شوی ژباړونکی دی. دا په دې معنا ده چې ژباړونکی هم د مسولینو په غونډه کې د نورو کسانو په څیر د راز ساتلو دنده لري.

VF9

په څینو قضیو کې به د هېواد مشاور هم د هېواد پوهنې له ادارې (Landinfo) څخه د مسولینو په غونډه کې حاضر وي. یاد مشاور ستاسې د اصلي هېواد په هکله ښه پوهه لري او یوازې باید ستاسې د اصلي سیمې د حالاتو په هکله عمومي معلومات ورکړي.

VF12

لومړی کار چې د مسولینو په غونډه کې کېږي هغه دادی چې د مسولینو د غونډې مشر برخه اخیستونکي معرفي کوي او معلومات ورکوي چې په غونډه کې به څه کېږي. بیا له تاسو نه پوښتنئ کېږي او فرصت درکول کېږي چې د هغو موضوعګانو په هکله وضاحت ورکړئ چې د غوڼدې مسولین یې په اړه پوښتنې لري. پوښتنې کېدای شي ستاسو د هویت، سابقې، کورنۍ او د هغو شیانو په هکله وي چې په تاسو باندې په خپل هېواد کې تېر شوي وي.

VF11

دا یو جرم دی که د غوڼډې ګدون کوونکي د راز ساتنې له دندې (مکلفیت) څخه سرغړونه وکړي. له همدې کبله باید تاسې پرته له دې وېرې چې ګواکې نور کسان به پوه شي تاسې څه ویلي دې، خبرې وکړای شئ .

VF14

د مسولینو غوڼډه کېدای شي ټوله ورځ دوام وکړې خو دمې پکې ډېرې وي.

VF13

ستاسې سم معلومات ورکول په دغه غونډه کې فیصله کوونکي دي. په یاد ولرئ چې هغه معلومات چې تاسې پوهېږئ غلط دي ورکول یې جرم دی.

VF16

وروسته له دې چې غوڼده پاي ته ورسېږي د قضیې مسول په غوڼده کې مطرح شوې خبرې خلاصه کوي.

VF15

د غونډې د پای په شیبو کې ستاسې وکيل لنډې ,وروستۍ خبرې کوي. تاسې ته په پاي کې وخت درکول کېږې چې خپل نظر څرګند کړئ. دا ستاسو او ستاسو د وکیل لپاره وروستنی فرصت دی چې د شکایاتو د څېړلو د ارګان مسولینو ته څه ووایاست.

VF18

فیصله به ستاسې وکیل ته واستول شي او که تاسې وکيل نلرئ نو تاسو ته به په مستقیمه توګه درواستول شي.

VF17

کله چې د قضیې مسول خونه پرېږدي د غونډې مشر او دوه نور غړی یې د قضیې په هکله وروستۍ پرېکره کوي. اوسمهال په نورمال ډول په دې درې اوونۍ تیرېږي چې تاسو ته د پرېکړې په هکله خبر درکړل شي.

VF19

د شکایاتود څېړلو د ارګان د غونډې په هکله نور معلوماتد د une.no په ویبپاڼه کې کې ولولئ.