د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې په ډیرې قضیو کې پرېکړه د غونډې له جوړېدو پرته کېږي؛ خو که مونږ ډاده نه یو چې څه ډول پرېکړه وکړو، د قضیې په هکله پرېکړه د شکایتونو د څېړلو د ډلې له خوا کېږي.

د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) د شکایتونو د څېړلو ډله ډیری وخت د هغو قضیو په اړه پرېکړه کوي چې د سیاسي پناه او یا یا بشردوستانه لاملونو له کبله د پناه په هکله وي. د ډلې درې غړي په ګډه پرېکړه کوي. د ډلې مشر د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې کارکوونکی وي او دوه نور غړي یې د دې ادارې کارکوونکي نه دي. په ډیرې داسې غونډو کې هغه کس غونډې ته راغوښتل کېږي چې قضیه ورپورې تړاو لري تر څو د ډلې غړو ته د قضیې په هکله خپل بیان ورکړي.

د شکایتونو د څېړلو د ډلې د غونډې موخه اکثراً داوي چې مخکې له دې چې مونږ د یوې قضیې په اړه پرېکړه وکړو لا زیات معلومات ترلاسه کړو. په څینو حالتونو کې کیدای شي د یوه هېواد د شرایطو، قوانیونو د تطبیق او یا نورو مسایلو په اړه شک شتون ولري.

د مثال په توګه، مونږ په لاندې حالتونو کې کولای شو د شکایتونو د څېړلو د ډلې په غونډه کې د یوې قضیې په هکله پرېکړه وکړو:

· که اړتیا وي چې د قضیې د اړوند کس سره خبرې وکړو. کیدای شي ځینو کسانو ته د دې فرصت نه وي ورکړل شوی چې د قضیې د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

· که چیرې مونږ ډاډه نه یو چې یو کس د خپل هویت، د مهمو پېښو او د خپل هېواد د شرایطو په هکله سم معلومات ورکړي دي او که نه. یو بشپړ او مفصل بیان کولای شي د پرېکړې لپاره ښه بنسټ وي.

· که چیرې مونږ ډاډه نه یو چې یو چا ته اجازه ورکړو، شخص وشړو یا یې اجازه لغوه کړو. دا کیدای شي د دې له امله وي چې یو کس جدی ناروغي لري او یا باید هغه ماشومان په پام کې ونیول شي چې ډیره موده په ناروې کې اوسېدلي دي. ډیری وخت د دې اړتیا نه وي چې د شکایتونو د څېړلو ډله د قضیې په هکله د پرېکړې کولو لپاره له هغه کس یا کسانو سره ملاقات وکړي چې قضیه ورپورې تړاو لري.