۱. پرېکړه باید په دقت سره ولولئ
په پرېکړه کې باید تل لیکل شوي وي، چې د کډوالو د چارو ادارې (UDI) ولې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد کړی دی. که په پرېکړه کې لیکل شوي وي، چې کوم اسناد کم دي، تاسو کولای شئ یاد اسناد مونږ ته راواستوئ. مونږ به بیا ستاسو لخوا رالېږل شوي اسناد وګورو او پلټنه به وکړو، چې یاد اسناد ستاسو په قضیه کې بدلون راوستلای شي او که نه.

۲. تاسو د مرستې غوښتنه کولای شئ
په ځینو قضیو کې ناروېژي چارواکي ستاسو د وکیل لګښت ورکوي؛ هغه مهال بیا تاسو ته خبر درکول کېږي. په نورو ټولو  قضیو کې ستاسو لپاره د وکیل لګښت وړیا نه دی او تاسو باید د وکیل لګښت پخپله ورکړئ. که د وکیل نیول درته ستومنزمن وي، نو ځینې سازمانونه درسره مرسته کولای شي. د داسې سازمانونو بېلګې د کډوالو لپاره ناروېژي سازمان (NOAS)، یوسبوس (JussBuss)، له کډوالو سره د مرستې سازمان (SEIF) او د میرمنو لپاره د حقوقي مشورو (JURK) سازمانونه دي. که پرته له وکیل څخه کوم بل څوک ستاسو استازیتوب کوي، نو ستاسو استازی باید د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ته وکالت خط راولېږي. وکالت خط دا تائیدوي، چې یو بل څوک حق لري چې ستاسو په قضیه کې ټول اسناد وګوري او کولای شي چې ستاسو په استازیتوب ستاسو قضیه تعقیب کړي.

۳. که چیرې تاسو کډه کړي وي، باید د خپلې استوګنې د سیمې پولیسو ته خبر ورکړئ.
که تاسو خبر ورنکړئ چې کوم ځای ته کډه کوئ، کېدای شي چې رد (منفي) ځواب درکړل شي.

۴. دا مهمه ده چې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) پوه شي، چې تاسو څوک یاست
دا ستاسو د قضیې لپاره ګټوره ده، چې تاسو مونږ ته د خپل ځان په هکله د خپل هېواد د هویت اسناد راواستوئ ، غوره ده چې د اعتبار وړ پاسپورت وي. که چیرې تاسو د خپل هېواد د هویت استاد نلرئ، نو باید مونږ ته یې لامل (علت) څرګند کړئ. که چیرې تاسو د خپل هویت په هکله ناسم معلومات ورکړي وي، د پناه غوښتنې غوښتنلیک مو ردیدلای شي.

۵. که تاسو د خپلې قضیې په هکله نوي معلومات ولرئ، باید مونږ ته یې راواستوئ
د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په اداره (UNE) کې قضیې په لیکلې توګه څېړل کېږي؛ یعنې تاسو پخپله او یا ستاسو وکیل باید ستاسو د قضیې په هکله معلومات ولیکي او مونږ ته یې راواستوي. مونږ د تلیفون له لارې ستاسو د قضیې په هکله معلومات نشو اخیستلای. د ځینو معلوماتو په هکله، د بېلګې په توګه، د روغتیايي معلوماتو په هکله باید اسناد وړاندې شي.