که د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) په پرېکړه کې په ګوته شوي وي چې تاسو باید ناروې پرېږئ، نو مهمه ده چې تاسو دا کار ترسره کړئ.

تاسو دلته لوستلای شئ چې په بېلابېلو قضیو کې څه پېښېږي

که ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد شوی وي، نو تاسو ته د ناروې د پرېښودلو لپاره یوه نېټه هم ټاکل شوې ده. د دې مانا دا ده چې تاسو دنده لرئ چې د یادې نېټې په دننه کې ناروې پرېږدئ. یاده نېټه د پرېکړې په لومړي مخ کې موندلای شئ.

تاسو د کډوالو له نړیوال سازمان (IOM) څخه خپل هېواد ته د بیرته ستنېدنې لپاره مالي او نوره مرسته ترلاسه کولای شئ.

تاسو کولای شئ خپل هېواد ته د بیرته ستنېدنې لپاره د کډوالو له نړیوال سازمان (ekstern lenke) څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) په پرېکړه کې په ګوته شوي دي چې تاسو د کومو شیانو لپاره مرسته ترلاسه کولای شئ. همداراز، په دې هکله مالومات د کډوالو د چارو د ادارې (UDI) په انترنت پاڼو (ekstern lenke) کې هم لوستلای شئ. که د وتلو له ټاکل شوې نېټې څخه مخکې غوښتنه وکړئ، کولای شئ زیاته مرسته ترلاسه کړئ.

که تاسو ناروې پرې نه ږدئ، نو څه به پېښ شی؟

• پولیس کولای شي تاسو ونیسي او له ناروې څخه مو ولېږي.

• که تاسو کورنۍ ولرئ، پولیس به هڅه وکړي چې تاسو له خپلې کورنۍ سره یو ځای ولېږي.

• که تاسو د پولیسو لخوا ولېږل شئ، تر هغه وخته پورې ناروې ته بیرته نشئ راتلای چې د سفر لګښت مو نه وي ورکړی.

• کیدای شي تاسو له ناروې او د شینګین له نورو هېوادونو څخه وایستل شئ او له ۱ څخه تر ۵ کلونو لپاره د شینګین ټولې سیمې ته له راننوتلو څخه منع شئ؛ ځکه چې تاسو په ناروې کې په ناقانونه توګه اوسېدلي یاست.

• تاسو نشئ کولای په ناروې کې کار وکړئ. که کار وکړئ، کیدای شي له ناروې څخه وایستل شئ.

• که په کمپ کې اوسېږئ، نو پیسې به مو کمې شي

که ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک له دې کبله رد شي چې ستاسو غوښتنلیک د یو بل اروپايي هېواد لخوا څېړل کېږي، دا د دوبلین د تړون پرېکړه ده.

کله چې مونږ ستاسو په شکایت باندې غور کوو، تاسو کولای شئ په ناروې کې د پاتې کېدلو غوښتنه وکړئ. دې ته د پرېکړې د پلي کېدلو ځنډ وايي. تاسو ته به په دې اړه خبر درکړل شي چې د قضیې د څېړلو پر مهال کولای شئ په ناروې کې پاتې شئ او که نه. ډیری کسانو ته په ناروې کې د پاتې کېدلو اجازه نه ورکول کېږي.

کله چې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) ستاسو شکایت څېړي او تاسو ته په ناروې کې د پاتې کېډلو اجازه نه وي درکړل شوې، نو څه به پېښ شي؟

  • پولیس به تاسو ونیسي او هغه هېواد ته به مو ولېږي، چې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک څېړي.

  • که تاسو کورنۍ ولرئ، پولیس به هڅه وکړي چې تاسو له خپلې کورنۍ سره یو ځای ولېږي.

  • کیدای شي تاسو له ناروې او د شینګین له نورو هېوادونو څخه وایستل شئ او له ۱ څخه تر ۵ کلونو لپاره د شینګین ټولې سیمې ته له راننوتلو څخه منع شئ؛ ځکه چې تاسو په ناروې کې په ناقانونه توګه اوسېدلي یاست.

  • تاسو نشئ کولای په ناروې کې کار وکړئ. که کار وکړئ، کیدای شي له ناروې څخه وایستل شئ

که تاسو ته اجازه درکړل شي چې د قضیې د څېړلو پر مهال په ناروې کې پاتې کېدلای شئ، کولای شئ د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) تر پرېکړې پورې دلته پاتې شئ.

که تاسو ته له دې کبله رد ځواب درکړل شوی وي چې په کوم بل هېواد کې مو پناه یا د استوګنې اجازه تر لاسه کړې ده، نو مکلف یاست چې ناروې پرېږدئ. تاسو به د کډوالو د چارو د ادارې (UDI) او یا د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) لخوا له ناروې څخه د وتلو وروستۍ نېټه تر لاسه کړئ. یاده نېټه د کډوالو د چارو د ادارې (UDI) له پرېکړې سره په مل لیک او یا د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) د پرېکړې په لومړي مخ کې موندلای شئ. په ځینو حالتونو کې باید  تاسو سمدلاسه ناروې پرېږدئ.

که تاسو ناروې پرې نه ږدئ، نو څه به پېښ شي؟

پولیس کولای شي تاسو ونیسي او له ناروې څخه مو ولېږي.

  • که تاسو کورنۍ ولرئ، پولیس به هڅه وکړي چې تاسو له خپلې کورنۍ سره یو ځای ولېږي.

  • که تاسو د پولیسو لخوا ولېږل شئ، تر هغه وخته پورې ناروې ته بیرته نشئ راتلای چې د سفر لګښت مو نه وي ورکړی.

  • کیدای شي تاسو له ناروې او د شینګین له نورو هېوادونو څخه وایستل شئ او له ۱ څخه تر ۵ کلونو لپاره د شینګین ټولې سیمې ته له راننوتلو څخه منع شئ؛ ځکه چې تاسو په ناروې کې په ناقانونه توګه اوسېدلي یاست.

  • تاسو نشئ کولای په ناروې کې کار وکړئ. که کار وکړئ، کیدای شي له ناروې څخه وایستل شئ.

که ستاسو د ایستل کېدو پرېکړه شوي وي، مکلف یاست چې ناروې پرېږدئ. که چیرې تاسو د شینګین تړون په کوم بل هېواد کې د استوګنې اجازه ونلرئ، نو باید د شینګین ټوله سیمه پرېږدئ.

په داسې حال کې چې ستاسو قضیه د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) لخوا تر غور او څېړنې لاندې وه او تاسو په ناروې کې د پاتې کېدلو اجازه نه درلوده، نو دلته په ناقانونه توګه پاتې شوي یاست او ژر تر ژره باید دا هېواد پرېږدئ.

که تاسو ته زمونږ لخوا، ستاسو د قضیې د څېړلو پر مهال په ناروې کې د پاتې کېدلو اجازه درکړل شوې وه، زمونږ لخوا به د وتلو وروستۍ نېټه ترلاسه کړئ. تاسو یاده نېټه د پرېکړې په لومړي مخ کې موندلای شئ.

که تاسو ناروې پرې نه ږدئ، نو څه به پېښ شي؟

• پولیس کولای شي تاسو ونیسي او له ناروې څخه مو ولېږي.

• که تاسو کورنۍ لرئ چې هغوی هم باید ولاړ شي، پولیس به هڅه وکړي چې تاسو یو ځای ولېږي.

• که چیرې تاسو د پولیسو لخوا بیرته خپل هېواد ته ولېږل شئ، نو تر هغې پورې ناروې ته بیرته نشئ راتلای، چې د سفر لګښتونه مو ورکړي نه وي.

• که تاسو په ناقانونه توګه په ناروې کې اوسېدلو او یا کار کولو ته ادامه ورکړئ، کیدای شي له ناروې او د شینګین له نورو هېوادونو څخه وایستل شئ او کیدای شي د اوږدې مودې لپاره د بیرته راتللو څخه منع شئ.

• د بیرته راتګ بندیز له هغې ورځې څخه پېلېږي، چې تاسو ناروې او د شینګین سیمه پرېږدئ. له همدې امله، مهمه  ده چې تاسو ناروېژي چارواکو ته خبر ورکړئ چې څه وخت ناروې پرېږدئ. د بېلګې په توګه، تاسو کولای شئ په دې اړه پولیسو ته خبر ورکړئ.

که ستاسو د استوګنې د اجازې غوښتنه رد شوي وي، باید ناروې پرېږدئ. هغه مهال بیا تاسو په ناروې کې د پاتې کېدلو اجازه نه لرئ. که تاسو په ناروې کې پاتې شئ، دلته به په ناقانونه توګه اوسېږئ.

که چیرې تاسو ته ستاسو د قضیې د څېړلو پر مهال په ناروې کې د پاتې کېدلو اجازه درکړل شوې وه، زمونږ لخوا به د وتلو وروستۍ نېټه ترلاسه کړئ. د دې ما نا دا ده چې تاسو باید د یادې نېټې په دننه کې ناروې پرېږدي. یاده نېټه د پرېکړې په لومړي مخ کې موندلای شئ.

که تاسو په ناروې کې د پاتې کېدلو اجازه نه درلوده، خو دلته پاتې شوي وئ، نو سمدلاسه باید ناروې پرېږدئ. تاسو ته مخکې د وتلو وروستۍ نېټه درکړل شوې ده او اوس هم د ناروې  د پرېښودلو مکلفیت لرئ.

که ولاړ نشئ، نو څه به پېښ شي؟

  • پولیس کولای شي تاسو ونیسي او له ناروې څخه مو ولېږي.

  • که تاسو کورنۍ لرئ چې هغوی هم باید ولاړ شي، پولیس به هڅه وکړي چې تاسو یو ځای ولېږي.

  • که چیرې تاسو د پولیسو لخوا بیرته خپل هېواد ته ولېږل شئ، نو تر هغې پورې ناروې ته بیرته نشئ راتلای، چې د سفر لګښتونه مو ورکړي نه وي.

  • که تاسو په ناقانونه توګه په ناروې کې اوسېدلو او یا کار کولو ته ادامه ورکړئ، کیدای شي له ناروې او د شینګین له نورو هېوادونو څخه وایستل شئ او کیدای شي د اوږدې مودې لپاره د بیرته راتللو څخه منع شئ.

که د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ستاسو اجازې لغوه کړي وي او ستاسو د ایستلو پرېکړه شوي وي

که چیرې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې ستاسو د استوګنې اجازې لغوه کړي وي او ستاسو د ایستلو پرېکړه یې کړي وي، نو تاسو ته د ناروې د پرېښودلو لپاره یوه نېټه هم درکړل شوې ده. همداشان، که د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ستاسو تابعیت لغوه کړی وي او ستاسو د ایستلو پرېکړه شوي وي. تاسو دنده لرئ چې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) لخوا د ټاکل شوې نېټې په دننه کې ناروې پرېږدئ. که چیرې تاسو د شینګین تړون په کوم بل غړي هېواد کې د استوګنې اجازه نلرئ، نو د شینګین سیمه هم باید پرېږدئ. د وتلو وروستۍ نېټه د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) د پرېکړې په لومړي مخ کې موندلای شئ.

که چیرې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ستاسو اجازه لغوه کړي وي او تاسو نوې اجازه نه وي تر لاسه کړې

که د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ستاسو د استوګنې اجازې لغوه کړي وي او تاسو په ناروې کې نوې اجازه نه وي ترلاسه کړي، نو تاسو معمولاً‎ مکلف یاست چې ناروې او د شینګین سیمه پرېږدئ. همداشان که چیرې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ستاسو ناروېژي تابعیت لغوه کړی وي او تاسو په ناروې کې د استوګنې نوې اجازه نه وي ترلاسه کړي. د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) په پرېکړه کې په ګوته شوي دي چې تاسو مکلف یاست چې ناروې پرېږدئ او که نه. که تاسو مکلف یاست چې ولاړ شئ، نو د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې د وتلو وروستۍ نېټه هم ټاکلې ده. یاده نېټه د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) د پرېکړې په لومړي مخ کې موندلای شئ.

که چیرې تاسو ناروې د ټاکل شوې نېټې په دننه کې پرې نه ږدئ، نو څه به پېښ شي؟

  • پولیس کولای شي تاسو ونیسي او له ناروې څخه مو ولېږي.

  • که تاسو کورنۍ لرئ چې هغوی هم باید ولاړ شي، پولیس به هڅه وکړي چې تاسو یو ځای ولېږي.

  • که چیرې تاسو د پولیسو لخوا بیرته خپل هېواد ته ولېږل شئ، نو تر هغې پورې ناروې ته بیرته نشئ راتلای، چې د سفر لګښتونه مو ورکړي نه وي.

  • کیدای شي تاسو له ناروې او د شینګین له نورو هېوادونو څخه وایستل شئ او له ۱ څخه تر ۵ کلونو لپاره د شینګین ټولې سیمې ته له راننوتلو څخه منع شئ؛ ځکه چې تاسو په ناروې کې په ناقانونه توګه اوسېدلي یاست.

  • تاسو نشئ کولای په ناروې کې کار وکړئ. که کار وکړئ، کیدای شي له ناروې څخه وایستل شئ.

که چیرې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ستاسو اجازه لغوه کړي وي او د استوګنې د اجازې نوی غوښتنلیک مو تر غور او څېړنې لاندې وي

که د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ستاسو اجازې لغوه کړي وي او ستاسو د استوګنې د اجازې نوی غوښتنلیک تر غور او څېړنې لاندې وي، کیدای شي تاسو د نوي غوښتنلیک تر څېړلو پورې په ناروې کې د پاتې کېدلو حق ولرئ. همداشان که چیرې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ستاسو تابعیت لغوه کړی وي. په دې هکله د نورو مالوماتو لپاره د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې پرېکړه وګورئ.

که چیرې تاسو مخکې په ناروې کې د استوګنې اجازه درلوده، او له همدې امله مو د زېږېدنې ناروېژي شمېرترلاسه کړي وه، د نفوسو د احوالو د ثبت په اداره (folkeregisteret) کې به ثبت شي چې تاسو له ناروې څخه کډه کړې ده. دا ستاسو لپاره ډیرې پایلې لري؛ کیدای شي تاسو د عامه خدمتونو لکه ډاکتر، ښوونځي او د کار او ټولنیزو چارو له ادارې (NAV) څخه د مرستې په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ شئ.

که چیرې د نفوسو د احوالو د ثبت په اداره کې راجستر شوي وي چې تاسو د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر د میاشتې له لومړۍ (۱) نېتې څخه وروسته کډه کړې ده، او تاسو په دې نظر یاست چې په دې هکله د کډوالو د چارو چارواکو تیروتنه کړې ده، نو تاسو باید یوه فورمه ډکه او راولېږئ. یاده فورمه د کډوالو د چارو د ادارې (UDI) په انترنت پاڼو کې موندلای شئ.