کله چې تاسو د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) پرېکړه (فیصله) ترلاسه کړئ، همدا پرېکړه د قضیې په هکله وروستۍ پرېکړه ده او تاسو باید هغه څه وکړئ چې په پرېکړه کې لیکل شوي وي، حتی که ورسره موافق هم نه یاست. په ناروې کې په غیرقانوني توګه پاتې کېدل کیدای شي جدي پایلې ولري.

د بېلګې په توګه، په غیر قانوني توګه پاتې کېدل کیدای شي د دې لامل شي چې تاسو له ناروې څخه وشړل شئ او د ناروې ترڅنګ ډیرې اروپايي هېوادونو ته له راتګ څخه منع شئ. همدارنګه کیدای شي تاسو ځینې حقونه له لاسه ورکړئ، د بېلګې په توګه خپل هېواد ته د بیرته ستنېدنې او هلته د ژوند د بیا پېلولو لپاره مالي مرسته له لاسه ورکړئ. دا چې تاسو له کوم خطر سره مخ کېږئ او کوم حقونه له لاسه ورکوئ، دا د قضیې له شرایطو سره او دا چې د کوم ډول اجازې غوښتنه مو کړې ده تړاو لري.

د پرېکړې د بدلون غوښتنه څه شی دی؟

په ځینو مواردو کې، تاسو کولای شئ د کډوالو د شکایتونو د څېړلو له ادارې (UNE) څخه د قضیې د بیا کتلو او ارزولو غوښتنه وکړئ. دا غوښتنه باید په لیکلې بڼه وړاندې شي. تاسو کولای شئ د دې کار لپاره دا فورمه وکاروئ او یا هم مونږ ته لیک راواستوئ او پکې تشریح کړئ چې زمونږ پرېکړه ولې ناسمه ده. تاسو باید خپله پته مونږ ته راولېږئ. معمولاً باید تاسو د پرېکړې د بدلون لپاره نوي اسناد او معلومات وړاندې کړئ.

مونږ په ډیرو کمو حالتونو کې په خپلو پرېکړو کې بدلون راولو

د مختلقو قضیو لپاره مختلف مقررات شتون لري؛ مونږ یوازې هغه ډول اجازه ورکوو چې په اړه یې شکایت شوی وي. د مثال په توګه، که ستاسو قضیه د پناه غوښتنې وي، نو د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) نشي کولای چې تاسو ته له کورنۍ سره د یو ځای کېدلو لپاره اجازه درکړي. په داسې حالت کې دا یوه جلا قضیه بلل کېږي، چې لومړې باید د کډوالو د چارو د ادارې (UDI) لخوا وارزول شي. کله چې مونږ د یوې قضیې د بیاکتنې غوښتنه ترلاسه کوو، ډیری وخت یوازې نوي معلومات په پام کې نیسو او ډیری وخت په لنډه توګه ځواب ورکوو.

د پناه غوښتنې په قضیو کې نوي معلومات

که ستاسو د پناه غوښتنه منل شوې نه وي، نو معمولاً په قضیه کې باید نوي معلومات شتون ولري تر څو مونږ په خپله پرېکړه کې بدلون راولو. که تاسو د ځان او خپل هېواد په هکله داسې نوي معلومات ولرئ چې تاسو نشئ کولای هلته په خوندي توګه ژوند وکړئ، نو مونږ به یادو معلوماتو ارزونه وکړو. په ځینو حالتونو کې تاسو کولای شئ د پرېکړو د بدلون غوښتنه وکړئ که چیرې ستاسو په حالت کې د پام وړ بدلون راغلی وي. د بېلګې په توګه، که ماشوم مو پیدا شوی وي او یا داسې ناروغې ولرئ چې ژوند مو ګواښي. نوي مقررات او لارښوونې هم د دې لامل کیدای شي چې د کډوالو د شکاینونو اداره (UNE) د یوې قضیې بیا کتنه وکړي.

که چیرې زه ایستل شوی یم او په قضیه کې مې نوي شرایط شتون ولري، څه به کېږې؟

تاسو کولای شئ په داسې حالت کې په بهر کې د ناروې له نماینده ګۍ څخه دلته د راتګ د بندیز د لیرې کولو لپاره غوښتنه وکړئ. د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره کولای شي په ځینو ځانګړو حالتونو کې ناروې ته د را ننوتلو بندیز لرې کړي. همدارنګه تاسو کولای شئ د لنډ سفر لپاره ناروې ته د راننوتلو غوښتنه وکړئ، خو عموماً داسې اجازه دوله کاله وروسته اجازه ترلاسه کولای شئ.

د استوګنې (اقامت) او تابعیت اړوند دوسیې

که چیرې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) تاسو ته رد ځواب درکړی وي، باید د کډوالو د چارو له ادارې (UDI) څخه د نوې اجازې غوښتنه وکړئ.

کله چې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) زما په غوښتنه باندې کار کوي، آیا په ناروې کې پاتې کېدلای شم؟

نه، د یوې پرېکړې د بدلون غوښتنه چا ته د دې حق نه ورکوي چې په ناروې کې پاتې شي. په ډیرو کمو حالتونو کې مونږ تاسو ته اجازه درکوو چې د لنډ مهال لپاره دلته پاتې شئ. دې ته د یوې پرېکړې د عملي کولو ځنډول وايي. تاسو به زمونږ له خوا د درې اونیو په دننه کې په لیکلې توګه خبر ترلاسه کړئ چې د پرېکړې د عملي کولو د ځنډولو غوښتنه منو او که نه. که ستاسو غوښتنه و نه منو، تاسو باید په خپله خوښه ناروې او دشینګین سیمه پرېږدئ. که دا کار ونکړئ، کیدای شي د پولیسو له خوا ونیول شئ او ولېږل شئ. سربېره پر دې، کیدای شي ناروې او د شینیګن سیمې ته د راتګ بندیز درباندې ولګول شي.

څه وخت به ځواب ترلاسه کړم؟

لومړی به د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) تائید کړي چې ستاسو غوښتنه یې ترلاسه کړې ده. د قضیېو د بیاکتنې وختونه توپیر لري. د انتظار د مودې په اړه لازیات معلومات دلته لوستلای شئ.

آیا کولای شم د کډوالو د شکایتونو د څېړلو له ادارې (UNE) پرته بل چا ته مراجعه وکړم؟

که تاسو په دې نظر یاست چې د کډوالو د شکایتونو ادارې (UNE) تیروتنه کړې ده، کولای شئ د دولت او دولتي مراجعو پر وړاندې د وګړو شکایتونو ته د رسیدلو ادارې (Sivilombudet) ته شکایت وکړئ (Norwegian/English only). یاده اداره نشي کولای چې په پرېکړه کې بدلون راولي، خو کولای شي چې د قضیې په اړه خپل نظر څرګند کړي.

دا هم ممکنه ده چې تاسو د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په ادارې (UNE) باندې محکمې ته عریضه وکړئ. تاسو باید دا کار د یو وکیل او یا حقوقی مشاور له سپارښتنې پرته ونکړئ؛ د کډوالو د شکایتونو د څېړلو په ادارې باندې شکایت په دې معنی دی چې قضیه محکمې ته لاړه شي تر څو د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې پرېکړه باطله اعلان شي. که چیرې تاسو داسې قضیه په محکمه کې وبایلئ، کیدای شي د کډوالو د شکایتونو د ادارې د لګښتونو په ورکولو مکلف شئ. نو، مخکې له دې چې قضیه محکمې ته راجع شي، تاسو او ستاسو وکیل باید ډاده وي چې د قضیې د ګتلو چانس شنون لري.

حتمي نه ده چې تاسو ته به د محکمې تر پای پورې په ناروې کې د پاتې کېدلو اجازه درکړل شي. په دې اړه باید د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) یا محکمه پرېکړه وکړي چې تر پرېکړې پورې دلته پاتې کیدلای شئ او که نه. که اجازه تر لاسه نکړئ، مکلف یاست چې خپل هېواد ته ستون شئ او هلته انتظار وباسئ.