ټول ماشومان حق لري چې غږ یې واورېدل شي او په هغو پرېکړو کې ګډون وکړي چې په دوی پورې تړاو لري. دا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان په کنوانسیون کې راغلي دي (لینک). دا په دې معنی ده چې تاسو د ماشوم په توګه حق لرئ چې د هغو قضیو په اړه خپل نظر څرګند کړئ چې په تاسو او ستاسو په کورنۍ پورې تړاو لري. یوازې تاسو تصمیم نیولایی شئ چې غواړئ خپل نظر څرکند کړئ او که نه. همدارنګه تاسو دا پرېکړه هم کوئ چې چې دکډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ته کوم شیان غواړئ چې ووایاست.

د کډوالو د شکایتونو د څېړلو ادارې (UNE) ته د نظر د وړاندې کولو لپاره ډیرې لارې شتون لري. تاسو کولای شئ په دې هکله له یو لوی کس سره چې تاسو پرې باور لرئ خبرې وکړئ، لکه مور، پلار، نرسه، ښوونکی، د فوټبال روزونکی یا وکیل.

هغه کس چې تاسو ورسره خبرې کوئ باید ستاسو خبرې ولیکي او مونږ ته یې را واستوي. تاسو پخپله هم کولای شئ مونږ ته لیک یا رسمونه راولېږئ. که چیرې وغواړئ، نو له یو لوی کس څخه د مرستې غوښتنه کولای شئ.

 

ځیني وختونه د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) له تاسو پوښتنه کوي چې آیا غواړئ چې راشئ او له مونږ سره خبرې وکړئ. دا په بشپړه توګه ستاسو په خپله خوښه ده. که تاسو خبرو ته راوغوښتل شئ، کولای شئ یو لوی کس چې تاسو پرې باور لرئ له ځان سره راولئ.

تاسو کولای شئ پخپله هم له مونږ سره د خبرو غوښتنه وکړئ. که مونږ ستاسو غوښتنه ومنو، کولای شو د انترنت له لارې، په اوسلو کې د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې د ملاقاتونو په دفتر کې او یا هم د تلیفون له لارې خبرې وکړو.

دا چې له مونوږ سره ناسته څرنګه ترسره کېږي، کولای شئ په دې هکله دلته یو فلم وګورئ.

له معمول سره سم به ستاسو مور او پلار معلومات ترلاسه کړي چې تاسو څه ویلي دي. که هغوی وکیل ولري، وکیل به هم معلومات ترلاسه کړي. خو که تاسو غواړئ چې داسې څه ووایاست چې نه غواړئ مور او پلار مو پرې خبر شي، په دې هکله به د حل یوه ښه لار پیدا کړو. بیا باید مونږ ته هغه څه ووایاست چې غواړئ پټ وساتل شي او همدارنګه یې باید علت هم څرګند کړئ.

که مونږ په دې باور یو چې تاسو له تاوتریخوالي یا ناوړه چلند سره مخامخ یاست، نو په دې هکله باید د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې (barnevernet) او یا پولیسو ته خبر ورکړو. په دې لاندې انترنت پاڼه کې لوستلای شئ چې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره کوم کارونه ترسره کوي: د ماشومانو د خوندې ساتنې په اداره کې د ماشومانو او ځوانانو حقونه - د ماشومانو د چارو د قانون د تطبیق د څار اداره (Norwegian only)

کله چې تاسو خپل نظر بیان کړئ، د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره (UNE) به ستاسو د کورنۍ په قضیه باندې کار کولو ته ادامه ورکړي. دا چې ستاسو نظر اورېدل کېږي په دې معنی نه دي چې تاسو کولای شي د قضیې په اړه پرېکړه وکړئ. د قضیې په هکله پرېکړه د کډوالو د شکایتونو د څېړلو د ادارې (UNE) له خوا کېږي. که د کډوالو د شکایتونو د څېړلو اداره پریکړه وکړي چې ستاسو د کورنۍ یو غړي نشي کولای چې په ناروې کې پاتې شي، نو دا ستاسو ګناه نه ده.